اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) وزیرا??ظم شهباز شریف وئيلي متحدہ عرب امارات د 2 اربه ډالره ادائيګي مؤخر كولو پرېكړه كړې ده ٬ د يو اے اي صدر په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په اړه د خپل عزم څرګندونه كړې ٬ د بجلۍ بيعه ټيټولو له صوبو سره په ګډه په مختلف آپشنز كار كوؤ ٬ په برآمدات اډانه نم?? ته به پام ګرځول وي ٬ د انډونیشیا د صدر د پاكستان دورې چمتوالي نيول?? ته حتمي شكل وركولې شي٬ په معيشت كښې استحكام راروان دے ٬ مونږ به ډېر زر خپل مقام ترلاسه كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندون?? وزيرا??ظم د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیرا??ظم ووئيل د اتوار په ورځ په رحيم يار خان كښې د متحده عرب امارات صدر شېخ اېم زېد سره ملاقات زيات ګټور او مثبت پاتې شو په كوم كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو پياوړتيا له د اقدامات او سرمايه كارۍ زياتولو جاج واغستلے شو۔ وزیرا??ظم ووئيل د يو اے اي صدر سره يو په يو ملاقات هم وشو۔ هغه زما په درخواست د 2 اربه ډالرو ادائيګي ٬ كومه چې په روانه مياشت جنورۍ كښې واجب الادا ده ٬ د مؤخر كولو پرېكړه وكړه۔ وزیرا??ظم كابينې ته ووئيل د بجلۍ په بيعه كښې تر كمي كولو كركيله ٬ صنعت ٬ برآمدات او تجارت وده نشي كولې۔ تېره اونۍ د بجلۍ بيعې ټيټولو له غونډه شوې وه په كومه كښې چې صوبو سره په ګډه د بيعه ټيټولو له په بېل آپشنز د خيالاتو څرګندونه وشو۔ د روانې اونې په مهال به په دې اړه بله بشپړه غونډه كيږي په كومه كښې به چې په شته آپشنز غور كولې شي۔ وزيرا??ظم ووئيل نمو لپاره د بجلۍ بيعه ټيټول زيات ضروري دي۔ آئي اېم اېف سره به دا معامله پورته كولې شي۔ وزیرا??ظم “سمېډا” د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره مهمه ګرځولو سره ووئيل دا د معيشت پرمختګ لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ د بده مرغه په تېر وخت كښې دے پلو پام نه دے ګرځولے شوے۔ د سمېډا بورډ هم نه ؤ۔ اوس بورډ بشپړ شوے ۔ وفاق به صوبو سره په ګډه كار كولو سره دا يوه كاميابه اداره جوړه كړي۔ د جنورۍ په 15 مه نېټه به په دې اړه يو وارې بيا غونډه كولې شي۔ وزیرا??ظم كابينې ته ووئيل د ټېكسټائل برآمدات زيات شوي ٬ مونږ له به په برآمدات اډانه لرونكې نم?? ته پام ګرځول وي۔ وزیرا??ظم كابينه د روانې مياشتې په مهال د انډونيشيا د صدر پاكستان دورې په اړه هم خبر كړه۔ ده ووئيل انډونیشیا سره تجارت او سرمايه كاري زياتولو له په ايجنډا كار روان دے۔ د انډونیشیا د صدر پاكستان دورې په مهال به د حلالې غوښې ، وريژو او د خوراكي تېلو په شمول د بېلو څيزونو تجارت په ړه پېشرفت اوشي۔ وزيرا??ظم په كوزه كرمه كښې د امن لوظنامې ??خه وروستو د لوظنامې سبوتاژ كولو له شوے ناوړه حركت د افسوس وړ وګرځولو او كابينې ته يۍ ووئيل په دې پېښه كښې يو ډپټي كمشنر سخت ژوبل شوے چې درملنه يۍ روانه ده۔ وزیرا??ظم په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا كولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنك?? ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل قام ستاسو د قربانيو اعتراف كوي۔ وزیرا??ظم كابينه د بشري قاچاق ناوړه دھندې ??خه هم خبر كړه۔ ده ووئيل دا ناوړه دھنده له كلونو راهېسې روانه ده۔ ده ووئيل په يونان كښې چې كومې پېښی رامخې ته شوي په هغې كښې د سوؤنو په شمېر پاكستانيانو خپل ځانونه لا لاسه وركړي۔ ده ووئيل د بشري قاچاق مخنيوي له حكومت په جدي توګه كار كوي۔ د بشري قاچاق د لاسه د هېواد بدنامي كيږي۔ ده ووئيل دا ناوړه دھنده به ختمه كړؤ۔ وزیرا??ظم ووئيل د حكومتي اقدامات او هڅو په نتيجه كښې معيشت مستحكم كېدو پلو روان دے۔ ده ووئيل كه دې جذبې ٬ خوارۍ او عزم سره دغسې كار روان اوساتؤ نو ډېر زر به خپل مقام ترلاسه كړؤ۔